حقیقی ازادی)
زه یو شا عر ېم
لکه ازاده مرغی
چی هر سحر په خپله طبعه
پخپل سرور خپله نغمه
دزړه له تله واې
ماته هم خپله نغمه د ژوند ښکلا ښکاری
خو که زه ستا وومنم
نو هسی خوار به شمه
ژوند به زما د یو مشین پرزه
یا هسی مړی چی پیپړی ې خوزی
مګر د مړی غوندی
د ژوند کوم راز او کوم سرور نه لری